په سوریه کې پر حکومتي ځواکونو حملې روسیې کړي که امریکا؟

امریکایي چارواکي وايي، د سوريې په ختیځ کې د رژیم په ځواکونو باندې روسي الوتکو بمبار کړی؛ نه د امریکا په مشری ایتلافي قواوو.

امریکايي چارواکي وايي، د رادار تصویرونه ښیي چې دغه بمباري هغو روسي TU-22M3 بکفایر الوتکو کړې چې په شمالي اوسیتیا کې د موزدوک پوځي اډې څخه الوتلې وې.

د امریکا د دفاع دوزارت ویاند سټیف وارن وايي چې روسیې د تېرې یکشنبې په ورځ "دیر الزور" په سیمه باندې هوايي بریدونه کړي دي. موږ د سوریې رژیم سره د جنګ په حالت کې نه یو او د دولتي ځواکونو د بمبارۍ لپاره کوم دلیل هم نه لرو.

هغه زیاتوي چې یواځني عملیات چې ایتلافي ځواکونو د تېرې یکشنبې په ورځ کړي؛ د دغه غونډ جنوب ختیځ لور ته یې سل کیلومټره لېرې د تیلو یوه څاه په نښه کړې ده.

په سوریه کې د بشري حقوقو د څارنې سازمان په "دیر الزور" سیمه کې د حکومتي ځواکونو په یوه غونډ باندې بمباري تایید کړې. دغه سازمان چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی؛ ویلي دي چې کیدای شي، دغه بمبارۍ د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو کړې وي.

روسي الوتکې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په اهدافو بریدونه کوي او وروسته له دې چې یوه الوتکه یې دوه اونۍ مخکې د ترکیې له خوا وویشتل شوه؛ د دواړو هېوادونو ترمینځ کړکیچ زیات شو.

ډیپلوماټان وايي، روسیې د سې شنبه په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه وغوښتل چې په سوریه او عراق کې د ترکیې پوځي فعالیتونه د بندو دروازو ترشاه په یوې غونډې کې وڅېړي.

امریکا چې په روانه میاشت کې د امنیت شورا مشري په غاړه لري؛ دغه غونډه دایروي. عراق هم په ترکیې تور لګولی چې دغه هېواد ته یې د خپلو ځواکونو په لېږلو سره د عراق په ځمکني تمامیت تېری کړی دی.

بغداد ګواښ کړی، که چېرې ترکیه خپل ځواکونه د عراق له شماله بهر نه کړي؛ نو امنیت شور ته به شکایت وکړي.

تراوسه څرګنده نه ده چې روسیه به د عراق شکایتونه هم د امنیت شورا په غونډې کې مطرح کړي کنه.

ترکیې د دوشبنې په ورځ وویل چې خپل ځواکونه له عراقه نه باسي او دغه قواوې د هغه ماموریت په ترځ کې عراق ته استولي دي چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جنګ کې عراقي ځواکونو ته روزنه ورکوي.