د اسیا د زړه هېوادونو دوه ورځنی کنفرانس په اسلام اباد کې پرانېستل شو

د اسیا د زړه هېوادونو دوه ورځنی کنفرانس نن د افغانستان د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال خلیل کرزي او د پاکستان د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز له خوا پرانېستل شو.

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړي چې دغه کانفرانس نن او سبا دوام کوي او د نورو مسائلو ترڅنګ په کې د افغانستان د امنیت او سولې په اړه هم خبرې کیږي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم اسلام اباد ته ځي او سبا چهارشنبې به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان په اړه د اسیا د زړه په نوم د سیمې او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په ګډون د کنفرانسونو لړۍ پنځه کاله مخکې په استانبول کې پیل شوه.

ورپسې یې هر کال په افغانستان، قزاقستان او چین کې غونډې وشوې چې د سږکال غونډه یې په اسلام اباد کې ده.