کارتر وایي، له مغزونو یې اخیستل شوي عکسونه د سرطان نښې نه ښیي

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارتر وایي، له مغزونو یې وروستي اخیستل شوي عکسونه د سرطان نښې نه ښیي.

۹۱ کلن کارتر پرون وویل، وروستي اخیستل شوي عکسونه نه د سرطان هغه نښې په ډاګه کوي چې په اګست میاشت کې ښودل شوې وې او نه هم نوي نښې.

خو هغه ویلي چې له دی سره سره درملنې ته دوام ورکوي.