صبحرنګ: په ۶ میاشتو کې۱۹۰ ښځې د بېلابېلو تاوتریخوالو له امله وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې۱۹۰ ښځې د بېلابېلو تاوتریخوالو له امله وژل شوي دي.

د دې کمیسیون کمیشنرې ثریا صبحرنګ نن د بشر حقونو د نړېوالې ورځې د لمانځلو په اړه یوې غونډه کې وویل چې دغه ۱۹۰ میرمنې تر ډېره د ناموسي وژنو ښکار شوي دي.

میرمن صبحرنګ د ښځو په وړاندې موجوده تاوتریخوالی د اندیښنې وړ وباله او له حکومته یې وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته رسیده ګي وکړي.