جرمني هغه کس ونیو چې د الوتنې پرمهال یې د الوتکې د دروازې د پرانیستو ګواښ کاوه

جرمني چارواکي وايي، یو مسافر یې وروسته له هغه ونیوه چې له فرانکفورت څخه بلګراد ته د الوتنې پرمهال یې د الوتکې د دروازې د پرانیستو ګواښ کاوه.

د لوفتهانزا Lufthansa هوايي شرکت ویاند اندریس بارتیلز پرون وویل چې دا مسافر له ځایه پاڅید او غوښتل یې د الوتکې په دروازه کې کوم کار وکړي خو د الوتکې عملې او مسافرو یې مخه ونیوله. ویاند وویل، هغه دروازه چې دې مسافر غوښتل خلاصه یې کړي د پیلوټانو د خونې نه بلکې د الوتکې وه.

د لوفتهانزا د ویاند په وینا مشکوک سړی د الوتنې په پاتې موده کې په خپله څوکۍ کې تړل شوی و او بلګراد ته له رسیدو سره سم د سربیا چارواکو ته وسپارل شو.

د سربیا یوې ورځپاڼې وروسته خبر ورکړ چې مشکوک یو اردنی و چې امریکايي پاسپورت یې لاره او بلګراد ته له رسیدو وروسته پولیسو تحقیقات ترې وکړل.

خبر زیاتوي د سربیا لوی څارنوال امر کړی چې تورن به د خلکو مصوونیت ته د ګواښ په تور له محاکمې اته څلویښت ساعته مخکې په توقیف کې وي.