د امريکا ولسمشر بارک اوباما په پام کې لري چې نن ملت ته نادره ټلويزيوني وينا وکړي.
دغه وينا وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ په کلفورنيا ايالت کې ۱۴ کسان په ډزو ووژل شول.
اوباما به په دې وينا کې پر دې تمرکز وکړي چې دى به د امريکايانو د خونديتوب او د اسلامي دولت ډلې يا داعش د ماتولو لپاره څه اقدامات کوي.
دى به هڅه وکړي تر هغه وسله وال بريد وروسته چې د تحقيقاتو فډرالي اداره FBI يې په اړه څېړنه کوي او ممکنه ټروريستي عمل بلل شوى، امريکايانو ته داډ ورکړي.
بارک اوباما دا وينا يوه ورځ وروسته له هغې کوي، چې د اسلامي دولت ډلې په کلفورنيا کې يوه ښځه او خاوند چې په ډزو يې ١٤ کسان ووژل د خپلو ”سرتېرو“ په توګه ستايلي دي.
اوباما د داعش تر دې اعلان مخکې ويلي وو، چې متحده ايالات به ونه ډار شي.
څېړونکي د اته ويشت کلن سيد رضوان فاروق او د هغه د ٢٩ کلنې پاکستانۍ ښځې تاشفين ملک په باب اسناد او شواهد راټولوي. ويل شوي چې مېرمن ملک د اسلامي دولت ډلې له مشر نه وفاداري اعلان کړې وه.
دوى د چهارشنبې په ورځ تر هغې ډله ييزې وژنې وروسته د پوليسو په ځوابي ډزو ووژل شول.