د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر زیاتوي

د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري څو د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر زیات کړي.

په کابل کې څه باندې ۴۰۰ ښځینه پولیسو په ترکیې کې له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د فراغت اسنادو د ویش پر مهال وویل چې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو په ګمارلو کې هڅه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت توانیدلی چې تر دې مهاله ۳ زره ښځینه پولیسې د پولیسو په لیکو کې جذب کړي خو دغه وزارت وايي، د ناوړه دودونو له امله اوس هم د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر کم دي.

په عین حال کې په کابل کې د ترکیې سفیر له افغانستان سره د امنیت د ټینګښت پر برخه کې د همکاري پر دوام ټینګار وکړ.