د کولمبیا ولسمشر د ۳۰۰کاله پخوا د ډوبې شوې بیړۍ د موندلو اعلان وکړ

د کولمبیا ولسمشر جان مانوال سانتوس د هغې بېړۍ د موندل کېدو اعلان وکړ چې ۳۰۰ کاله پخوا ډوبه شوې وه او تر ټولو ستره خزانه په کې ده.

سانتوس دا اعلان نن وکړ، ویې ویل، پلټونکو د دې هسپانیايي بېړۍ چې په ۱۷۰۸ میلادي کال د بریتانیا له جنګي بېړیو څخه د ژغورلو د هڅې په مهال له ۶۰۰ تنو سره ډوبه شوې وه، موقعیت تایید کړی دی.

باور کېږي چې په دې بېړۍ کې ۱۱ ملیونه طلايي سکې او مرغلرې بار وې چې د ترلاسه کېدو په صورت کې په ملیاردونو ډالره ارزښت لرلی شي.