اذرباییجان: په کسپین سمندرګي کې د اور لګیدو په پېښه کې۳۰ یوتن ووژل شول

د اذرباييجان رسنيو راپور ورکړى، يو کس هغه وخت ووژل شو او لږ تر لږه ٣٠ نور لادرکه شول چې په کسپين سمندرګي کې د تېلو د راايستلو په يوه کارځاى کې اور ولګېد.

د اذرباييجان د تېلو دولتي کمپنۍ ويلي چې د پېښې له ځايه ٣٢ کارګران ژغورل شوي دي.

د ورکو کارګرو د موندلو لپاره د پلټنې عمليات روان دي.

دغه اور وړمه ورځ ناوخته بل شو.

چارواکي وايي، توندو بادونو د اور وژنې چارې سختې کړې دي.