عزیز: د افغانستان د سولې په اړه اسلام اباد همکارۍ ته چمتو دى

پاکستان وايي، که کابل د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بيا پيل ته لېوالتيا وښيي، اسلام اباد يې همکارۍ ته چمتو دى.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د وسله والو طالبانو په ډله کې موجوده وضعيت ته په پام سره د سولې د خبرو بيا پيل به اسان کار نه وي، خو که افغانستان لېوالتيا ولري، پاکستان ورته زمينه برابروي:

”هو، البته موږ همکارۍ ته تيار يو، خو افغانستان بايد د سولې د خبرو له پرمخ بېولو سره خپله لېوالتيا وښيي. څرګنده ده چې وروسته به پاکستان زمينه ورته برابروي. د طالبانو په ډله کې داخلي وضعيت ته په پام سره دا اسان کار نه دى، اما بايد هيله ولرو چې لا هم دا کار کولاى شو.“

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې چې روان کال د پاکستان په کوربه توب پيل شوې وې، په جولاى مياشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ د خبر تر اعلان وروسته وځنډېدې.