ایسا په برلین کې د افغانستان په اړه جوړېدونکی کنفرانس ګټور بولي

ایسا یا په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره په برلین کې د افغانستان په اړه جوړېدونکی اقتصادي کنفرانس ګټور بولي.

وروستۍ څېړنې ښيي چې روان کال په افغانستان کې د پانګونې کچه کمه شوې؛ خو د آیسا ادارې چارواکي د برلین په څېر کانفرانسونو د پانګونې د وضعیت د ښه کېدو لپاره ګټور بولي.

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا) مرستیال محمد ابراهیم شمس وایي؛ د برلین په جوړېدونکي کانفرانس کې به په افغانستان کې د پانګونې پر موجوده فرصتونه بحث او جرمني پانګوال به پانګونې ته تشویق شي.

ښاغلي شمس د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د برلین په کانفرانس کې باید د جرمني په ګډون بهرنیو پانګه والو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړل شي؛ څو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي:

"کومه چې ډېره زیاته مهمه ده هغه دا ده چې حکومت څومره ژمن دی چې په دغه موجوده امکاناتو پانګوالو ته به فرصتونه ورکوي؛ د هغوی د امنیت او مصونیت په اړه ورته تضمین ورکړل شي او په قوانینو او مقرراتو کې خاصه توجه وشي."

دا خبرې وروسته له هغه کیږي چې جمهور رییس غني د پنجشنبې په ورځ د جرمني د اقتصادي چارو او انکشافي همکاریو له وزیر "ګېرد مولر" سره وکتل او دواړه لوري له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د المان د اقتصادي مرستو په هکله بحث وکړ.

په دې کتنه کې دواړو لوریو توافق وکړ چې په افغانستان کې د پانګونې د هڅونې لپاره به جرمني تر راتلونکو شپږو اونیو پورې په برلین کې یو کنفرانس جوړ کړي.

د دغه کانفرانس د جوړېدو خبره په داسې حال کې کیږي چې د پانګونې د ملاتړ ادارې یوې څېړنې ښودلې چې سږ کال په افغانستان کې شپږویشت فیصده پانګونه کمه شوې ده.

په عین حال کېد افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې دولت او خصوصي سکټور باید په دې کنفرانس کې د موجوده فرصتونو په اړه معلومات ورکړي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل؛ د امنیت ترڅنګ اداري فساد دا مهال بهرنیانو ته د اندېښنې وړ مساله ده او باید په دې اړه هغوی ته ډاډ ورکړل شي:

"افغان حکومت نه زموږ هیله دا ده چې دنیا او د دنیا پانګوال په امنیتي لحاظ ډاډمن کړي؛ ځکه چې خارجیان د امنیت له لحاظه ډېر زیات تشویش لري.

دویمه مساله چې له امنیت نه هم ډيره زیاته مهمه ده؛ هغه د فساد مساله ده، هغه د قوانینو د سختولو مساله ده چې هغه خارجي کمپنۍ نه مني."

د افغانستان دننه ناامني او د حکومت له خوا د پانګه والو نه ملاتړ د پانګونې د کمېدو عمده لاملونه دي.

د سوداګرۍ خونې چارواکو له دې وړاندې ویلي؛ د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې لېوالتیا لري؛ خو افغان حکومت ته په کار ده چې له امنیتي پلوه ورته زمینه برابره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ