ولسمشر غني له اروپا څخه تر ۶ ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اروپا تر شپږ ورځني سفر وروسته نن بېرته کابل ته راورسېد.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي چې محمد اشرف غني په دې شپږ ورځني سفر کې د فرانسې، ایټالیا، جرمني او سوېډن له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړې چې د ډېرو بحثونو اجنډا د افغان کډوالو ستونزې او اقتصادي همکارۍ وې.

د بیان له مخې په دغه سفر کې د جرمني او سویډن لوړپوړو چارواکو له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاریو د ژمنو تر څنګ د اقتصادي او بنسټیزو کارونو په خاطر سلګونه میلیونه ډالره مرسته هم وکړه.