ولسي جرګه په ټولنیزو رسنیو کې د نبیل د استعفی اوازې د ځینو هېوادونو دسیسې بولي

د افغانستان ولسي جرګې په ټولنیزو رسنیو کې د ملي امنیت د عمومي رییس رحمت الله نبیل د استعفی په اړه د رپوټونو خپرېدل د ځینو هېوادونو دسیسې وبللې.

د دې جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزي نن په عمومي غونډه کې وویل چې ښاغلی نبیل په خپله دنده کې دی او ځينې ټولنیزې رسنۍ د پردیو په لمسون د هغه د استعفی په اړه رپوټونه خپروي.

د ولسي جرګې غړیو وویل چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي؛ څو له هرې ممکنې لارې په هېواد کې بېلابېلو اندېښنو ته لمن ووهي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې په ډېرو ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رییس رحمت الله نبیل د استعفی په اړه رپوټونه خپاره شوي وو.