نیویارک ټایمز په امریکا کې د وسلو د کنټرول لپاره د یوه سخت قانون غوښتونکی شو

نیویارک ټایمز په یوه غیر معمولي اقدام سره د خپلې نننۍ ګڼې د مخ پاڼې سرمقاله هغې غوښتنې ته ځانګړې کړې چې په امریکا کې د وسلو د کنټرول لپاره د یوه لا سخت قانون په اړه شوې ده.

د ډسمبر د پنځمې یعنې نن ورځې په سرمقالې کې د هغې وسلې د کارولو د غیر قانوني کېدو غوښتنه شوې چې روانه اوونۍ په کالېفورنیا کې وکارول شوه او ۱۴ کسان ووژل شول.

اف. بي. آی یا د امریکا فډرالي تحقیقاتي اداره وایي؛ دوی دا کړنه د یوه تروریستي اقدام په توګه څېړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش اېرنسټ پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډی ته په دې اړه وویل:

"د امریکا فډرالي تحقیقاتي اداره یا اف. بي. آی وروسته له هغه د دې پلټنو مشري اخستې چې ولسمشر بارک اوباما د ډسمبر پر درېیمه وویل چې احتمال شته دا یو تروریستي برید اوسي.

ولسمشر خپل د ملي امنیت سلاکار، د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې لوړ پوړی سلاکار؛ لوی څارنوال، د اف. بي. آی مشر او د ملي امنیت مرستیال مشر ورغوښتي وو چې د دې پېښې په اړه معلومات واخلي چې واقعاً څه پېښ شوي."

په دې پېښه کې سید رضوان فاروق او تشفین مالک چې یوه واده شوې جوړه ده په قانوني ډول پلورل شویو وسلو څخه په استفادې دغه ډزې کړي دي.

دغو کسانو همدا راز نیمه اتوماتیکې تومانچې هم درلودې.

امریکایي چارواکي وایي، باور یې دا دی چې مالک د اسلامي دولت ډلې یوه مشر ته بیعت کړی و.

د نیویارک ټایمز په نننۍ سرمقاله کې ویل شوي چې د ملکي کسانو لپاره د دې ډول وسلو درلودل باید غیر قانوني شي.