فیصل: د واحدې رهبرۍ لاندې د طالبانو تنظیمول له ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته نه کوي

د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د مرګ او یا ټپي کېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته؛ پاکستان په دې هڅه کې دی څو د طالبانو خورې ډلې تر یوې رهبرۍ لاندې ځای پر ځای کړي.

د افغان حکومت د اجراییه ریاست یوه ویاند جاوید فیصل د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې پاکستان دا هڅې آن د ملا عمر د مرګ تر خبر را وروسته تیزې کړي او په خبره یې دا به له ټروریزم سره د مبارزې له بهیر سره هېڅ ډول مرسته ونه کړي:

"په پاکستان کې د طالبانو حامیان او ملاتړ کوونکي په دې و نه توانیدل چې د طالبانو لپاره یوه واحده رهبري رامنځ ته کړي. اما زموږ بحث پرون هم دا و او نن هم دی چې دغه ډول فعالیتونه هېڅ ډول مرسته نه کوي. پاکستان که په رښتیا غواړي په سیمه کې د تروریزم ستونزه حل شي؛ هغوی دې په ریښتیني توګه د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي."

ښاغلي فیصل د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په رښتیا د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی او که ځنګه وویل چې د اوس لپاره یوازې د هغه د ټپي کېدو پخلی کوي.

د پاکستان له خوا د طالبانو لپاره د نوي مشرتابه د هڅو خبرې په داسې حال کې کیږي چې یو شمېر افغان چارواکو آزادي راډيو ته وویل چې د خپل منځیو اختلافاتو په نتیجه کې د طالبانو د یوې ډلې مشراختر محمد منصور تېره سې شنبه کوټې ښار ته نږدې ټپي او بیا مړ شو. د دې پيښې مسوولیت د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوي ډلې په غاړه واخیست.

په ورته وخت کې پژواک خبري آژانس د طالبانو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې ملا هیبت الله آخند د طالبانو سرپرست ټاکل شوی دی. دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته ویلي چې د ملا اختر محمد منصور درملنه ښایي اته میاشتې وخت ونیسي؛ نو ځکه طالبانو اوس دا پرېکړه کړې ده.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا او د ملا اختر محمد منصور د ټپي کېدو مساله ردوي.

دا په داسي حال کې ده چې په کابل کې د هند سفیر "امر سینها" "د هندو" ورځپاڼې سره په یوې مرکې کې د حقاني شبکه؛ هغه ډله یاده کړې چې پاکستان یې د طالبانو د مشرتابه په نوم نړېوالو ته د پېژندلو هڅه کوي.

ښاغلي سینها په خپلې مرکې کې دا هم ويلي چې که افغانستان له پاکستان سره په اوسنیو شرايطو کې همکاري وکړي؛ دا به په دې مانا وي چې افغانستان پاکستان ته اجازه ورکوي؛ څو د طالبانو مشرتابه وټاکي او دا کار بايد ونه شي؛ ځکه چې د افغانستان د سولې پروسه بايد د افغانانو له خوا وټاکل شي.

خو دا چې آیا د طالبانو د خپل منځیو اختلافاتو شدت او د پاکستان دا هڅې به د افغانستان د سولې پر بهر څه ډول اغیزه وکړي؛ دا پوښتنه مې د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو له سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار څخه وکړه.

نوموړي په دې اړه وویل:

"فعلاً د طالبانو تر منځ په څو برخو ویشل کېدل لیدل کیږي. دا د سولې بهیر ستونزمنوي ځکه موږ د یوې جامع او ټول شموله سولې په هڅه کې یو."

اخوا د سیاسي چارو کارپوهان وایي؛ د طالبانو ویشل کېدو پاکستان اړ کړی؛ څو نورو ډلو ټپلو ته پام وکړي.

د سیمه ییزو چارو کارپوه طوفان وزیري د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ له همدې امله پاکستان هڅه کوي څو پر حقاني شبکې خپله پانګونه زیاته کړي.

"پاکستان پر مختلو آپشنو کار کوي چې له هغې ډلې دوی ته تر ټولو نژدې د حقاني شبکه ده. هم د جګړې په ډګر کې او هم د سولې په برخه کې غواړي چې د حقاني د شبکې رول پاکستانیان برجسته کړي او بیا وروسته د دوی په ذریعه خپلو اهدافو ته ورسیږي."

ښاغلی وزیري وایي، د طالبانو په پرتله حقاني شبکه په سیمه کې له نورو بهرنیو تروریستي ډلو لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ سره نژدې اړیکې لري او دا مساله هم د دې لامل ګرځي څو پاکستان دغې شبکې ته ډېره پاملرنه وکړي.

خو دا چې آیا اوس به طالبان روان وضعیت ته په کتو له افغان حکومت سره سولې ته حاضر شي او که به د نورو ډلو ټپلو په چوکاټ کې خپل وسله وال فعالیت جاري وساتي؛ دا به د وخت په تېرېدو سره جوته شي.