هغه امریکايي عسکر چې وايي، په افغانستان کې د پوځي ماموریت پرمهال عصبي ناروغي ورته پیدا شوې او د انسانانو په وژلوعادت شوی و؛ په عمر قید محکوم شو.
۲۸ کلن "وایټ سمېت جونیر" په "ډلاویر" ایالت کې پر یوې ښځې د جنسي تېري او د هغې پر وژلو اعتراف وکړ.
دغه عسکر پرون په واشنګټن کې محکمې ته حاضر شو.
سمېت چې ذهني ناروغ بلل شوی، تر موقتي یا دایمي څارنې لاندې هم له زندانه نه شي خوشې کېدلای.
سمېت په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې په نیویارک کې د "مارشا- لې" په نوم پر یوې ښځې د جنسي تېري او د هغې د وژلو په تور نیول شوی و.
مارشا د پېښې پرمهال ۶۰ کلنه وه.
پولیسو ویلي، سمېت غوښتل چې یو څوک ووژني او"لي" یې په وهلو مړه کړې وه.