په امریکا کې د قانون د حاکمیت ځانګړې ادارې پرون (جمعه) وویل چې په کالیفورنیا کې وروستۍ ډله ییزه وژنه د یوې تروریستي حملې په توګه څېړي.
د امریکا د فدرالي پولیسو مشر جیمز کامي د شویو تحقیقاتو په اړه وویل:
"تر اوسه تحقیقات پر دې دلالت کوي چې دا پېښه د قاتلانو د افراطیت په نتیجه کې او د هغې انګېزې له امله چې قاتلانو د بهرنیو ترورستي سازمانونو له خوا الهام اخیستی، رامنځته شوې ده."
د تېرې چهارشنبې په ورځ وسله والو کسانو په کالیفورنیا کې د ټولنیزو خداماتو په یوه مرکز کې پر خلکو ډزې وکړې چې ۱۴ تنه په کې ووژل شول او ۲۱تنه ټپيان شول.
امریکايي چارواکي وايي، دواړو مشکوکو حمله کونکو سید فاروق او تشفین ملک پر انټرنټ داسې معلومات خپاره کړي وو چې له داعش سره د هغوی تړاو څرګندوي.