د ايټالیا ساحلي ځواکونه وايي له مدیترانې سمندر څخه يې شاوخوا دوه زره غیرقانوني کډوال چې په ۱۱ کښتیو کې سپاره وو، ژغورلي دي. دوى هڅه کوله ايټاليا ته ځانونه ورسوي.
دا په تېره یوه میاشت کې د سمندر د لارې ايټالیا ته تلونکي زیات کډوال دي چې ژغورل شوي دي.
د مدیترانې سمندر او شاوخوا سیمو کې د سړې او خرابې هوا له امله په دې وروستیو میاشتو کې اروپا ته له دې لارې د کډوالو تګ کم شوى دى.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان وايي د روان ميلادي کال له پیله تر اوسه یو لک او ۲۴ زره کډوال ايټالیا ته رسېدلي دي.
شاوخوا نهه لکه کډوال د روان کال راهیسې اروپا ته رسېدلي دي.