امریکا: د کلفورنیا ایالت په جنوب کې لږ تر لږه ۱۴ کسان په ډزو وژل شوي

د امریکا پولیس وايي چې د کلفورنیا ایالت په جنوب کې لږ تر لږه ۱۴ کسان په ډزو وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

پولیس وایي، دا ډزې پرون د ورځې په ۱۱ بجو د لاس انجلس په سن بیرنادینو ښار کې د ټولنیزو خدماتو په یوه مرکز کې وشوې.

ویل کیږي چې درې وسله وال برید کوونکي دې مرکز ته ننوتل او پر خلکو یې له یوې مخې ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې برید کوونکي له ډزو وروسته وتښتیدل خو پولیسو تعقیب کړل او وروسته یې دوه مشکوک کسان د پولیسو په ډزو ووژل شول.

د سیدفاروق په نوم د یوه تورن اوښي فرحان خان خبریالانو ته ویلي چې دی په دې پیښه کې د خپل اوښي په لاس لرلو حیران شوی.

فرحان خان زیاته کړه چې ده وروستی ځل له فاروق سره نژدې یوه اوونۍ مخکې خبرې کړې وې او زیاته یې کړه چې نه پوهیږي هغه به ولې دا کار کړی وي.