د "مچ" یوه په زړه پورې کیسه

د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې مو لومړی د ښوونکو د ژمنیو ماکولاتو له نه ورکولو خبروو، هغوی چې د انتخاباتي کمپاینونو پر وخت د ښوونکو د حالت ښه کولو او د دسترخان د ډکولو نغارې وهلې؛ اوس ېې تر هرڅه مخکې د ښوونکو د ژمنیو ماکولاتو د بندولو پریکړه وکړه چې د ښوونکو په دسترخوان کې تغیر راشي.

ورپسې یو برګ شعر درته لرو لکه داسې:

زموږه ښار

زموږ کوڅې

زموږ واټونه لوی لوی

او زموږ ښار کې

راتیرشوی سیند هم

د کثافاتو ډیران

او د خځلو ډیران

دي دغه واړه ډیرانونه

لوی لوی او ډیرانونه

لوی لوی!

په پای کې د "مچ" یوه خوندوره کیسه درته لرو.

جوړوونکی: ننګیارنااشنا

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوړې اچار