جرمني له افغانستان سره د۳۵۰ میلیونو ایرو مرستې ژمنه وکړه

جرمني په ۲۰۱۶میلادي کال کې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د ۳۵۰ میلیونه ایرو مرستو ژمنه وکړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینمایر مخکې تر دې دا اعلان وکړ چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني برلین ته ولاړ شي او د جرمني له چارواکو سره وګوري.

شټاینمایر په ورته وخت کې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د اصلاحاتو د راوستو او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي.