د امریکا په کلفورنیا ایالت کې ۱۴ کسان په ډزو وژل شوي

د امریکا پولیس وايي، د کلفورنیا د ایالت په جنوب کې لږ تر لږه ۱۴ کسان په ډزو وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.

پولیس وایي، د اجتماعي خدماتو په یوه مرکز کې دغه ډزې پرون چهارشنبه د ورځې یوولس بجې وشوې.

ویل کیږي چې درې وسله وال حمله کوونکي د سن بېرنادینو ښار دغه مرکز ته ننوتلي او په خلکو یې ډزې کړي دي.

رپوټونه وايي چې حمله کوونکي تښتېدلي خو پولیسو وروسته دوه مشکوک کسان وژلی دی.