د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ اداره وایي چې ایران لږترلږه د ۲۰۰۳ میلادي کال تر اخره د اټمي وسلو د جوړېدو هڅې کړي دي.
د اټمي انرژۍ نړېوالې ادارې تېره ورځ وویل چې په یو ډول دغو فعالیتونو تر ۲۰۰۹ میلادي کال پورې دوام درلود.
د اټمي انرژۍ د نړېوالې ادارې په راپور کې راغلي دي چې تر ۲۰۰۹ميلادي کال را وروسته دوی داسې د اعتبار وړ نښې نه دې ترلاسه کړي چې دا ترې څرګنده شي چې ایران د اټمي وسلو د تولید هڅې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي وویل، له دې نوي راپوره دا معلومیږي چې د هېواد اټمي پروګرام یې نظامي نه دی.
عباس عراقچي ایرنا اژانس ته دا هم وویل چې د دې راپور له مخې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره باید د خپل رییسه پلاوي په غونډه کې چې د ډېسمبر په ۱۵ ده د ایران دوسیه وتړي.