امریکا او روسیه هڅه کوي، په ملګرو ملتونو کې د پرېکړه لیکونو په تصویبولو سره مالي سرچینو ته د داعش د لاسرسي د مخنیوي په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سامانتا پاور اود روسیې استازي ویتالي چورکین د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په جلا جلا توګه د نویو پرېکړه لیکونو د مسودو په جوړولو بوخت دي.
د امنیت شورا په تېرو پرېکړه لیکونو کې له داعش ډلې څخه د نفتو پلورونکي او النصره جبهه تحریم شوې وه.