په ارمنستان کې درې زره کسانو په اساسي قانون کې د بدلون په اړه مظاهره وکړه

د ارمنستان په پلازمېنه یریوان Yerevanکې لږ تر لږه درې زرو کسانو د دغه هېواد په اساسي قانون کې د هغه بدلون په اړه اعتراض وکړ چې له مخې به یې ښایې د ولسمشر د واکمنۍ دوره وغځېږي.

دغه مظاهره چې د نوي ارمنستان په نوم یوه مخالف خوځښت له خوا تنظیم شوی وو، پرون د پلازمېنې د ازادۍ په څلور لاري کې پیل شو.

دوی شعارونه ورکول، د ولسمشر د لېرې کېدو غوښتنه یې کوله او ویل یې چې باید نوې ولسمشریز او پارلماني انتخابات وشي.

د مظاهرې مشران وایي، د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې به اعتراضونو ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې د ډېسمبر په شپږمه نېټه د اوسني ولسمشر د هغه وړاندیز په اړه ټولپوښتنه وشي چې په اساسي قانون کې د بدلون په اړه یې کړې ده؛ د ده وړاندیز دا دی چې په ارمنستان کې پارلماني نظام وي چې هلته ولسمشر نه بلکه صدراعظم واک ولري.

خو مخالفین یې وایي، د دې بدلون هدف دا دی چې ولسمشر وکولای شي تر ۲۰۱۸ میلادي کال وروسته هم چې دوهمه دوره واکمني یې پای ته رسیږي، په واک کې پاته شي.