د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي چې د ځمکو د غاصبینو ترتیب کړی لست ژر خپور او تورن کسان عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ځمکو د غاصبینو په وړاندې به د حکومت هر جدي اقدام ملي شتمني خوندي کړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني کندز ته د سفر پرمهال وویل چې د ځمکو د غضب څه باندې ۱۶ زره کسان تشخیص شوي او په وړاندې به یې اقدام وشي.
بل خوا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي، د ځمکو د غاصبینو په وړاندې د حکومت هر ډول اقدام به د مځکو له نور غصب څخه مخنیوی وکړي او د غاصیبنو څیرې به ملت ته په ډاګه شي.