د فرانسې ولسمشر په پاریس کې د اقليمي بدلون سرمشريزه پرانيسته

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په پاریس کې د اقليمي بدلون سرمشريزه پرانيسته. په دغې سرمشريزه کې د نړۍ ۱۵۰ مشران برخه اخلي تر څو د اقليمي بدلون په اړه يوه موافقه وکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون سرمشريزې ته وويل چې نړۍ بايد په سرعت او تر دې هم مخکې ولاړه شي تر څو د روانې پېړۍ تر پايه د سراسري تودوښې درجه تر دوه سانتي ګراد هدف پورې محدوده شي.

د ملګرو ملتونو کنفرانس چې سي او پي ۲۱ يادېږي، د نړۍ د ۱۹۶ مذاکره کوونکو تر منځ د يوې اوږد مهالې موافقې رامنځته کولو په مقصد جوړېږي تر څو د هغو ګازونو مخه ونيول شي چې ويل کېږي اقليمي بدلون رامنځته کوي.

راځئ داسې اقليمي نظام جوړ کړو چې روښانه اصول ولري او ټول هېوادونه يې د پلي کولو موافقه وکړای شي. پاريس بايد د پرېکړې مهم ځای وګرځي، نړۍ بايد خبره شي چې موږ د کمو ګازونو د اخراج او مظبوط اقليمي راتلونکي پر لور روان يو او د پر شا تګ هېڅ امکان نشته.

د دې سرمشريزې پر مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما وويل چې امریکا به زيانمنېدونکو هېوادونو ته د نويو مالي مرستو ژمنه وکړي تر څو د اقليمي بدلون د اغېز په کمولو کې ورسره مرسته وکړي.