عبدالله: ولسمشر غني به له نوازشریف سره په پاریس کې خبرې وکړي

د حکومت اجراییه رییس وایې چې ولسمشر غني به نن د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره په پاریس کې خبرې وکړي.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا د جلسې په پیل کې وویل چې دا لیدنه د ښاغلي شریف په غوښتنې ترسره کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د نوازشریف دا غوښتنه چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون د نړېوال کنفرانس په څنډه کې دې ولسمشر غني ورسره وګوري، د پښتونخوا او کوټې سیاستوالو په کابل کې مطرح کړې وه.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني نن د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولانډ سره هم وګوري.

د پلان له مخې افغان ولسمشر به نن ناوخته ایټالیا ته، سبا سه شنبې جرمني ته او په پای کې سویډن ته ولاړ شي.