دفاع وزارت: د ملي اردو ۸سرتیري د سړک غاړې ماین چاودنو او حملو کې وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایې، چې په تیرو څلوریشتو ساعتونو کې د ملي اردو اته سرتیري د سړک غاړې ماین چاودنو او حملو کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي چې دغه سرتیري په ننګرهار، کندهار، کندز، فاریاب او غزني ولایتونو په عملیاتو کې بوخت وو چې د عملیاتو پر مهال یې یو شمېر وسله وال مخالفین هم وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو راپورونو ښودلې چې په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.