اوباما په پاريس کې د وروستيو حملو قربانيانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په پاريس کې د وروستيو حملو قربانيانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.

ولسمشر اوباما چې د ملګرو ملتونو په بلنه د اقليمي بدلون په اړه په يوه غونډه کې د ګډون لپاره پاريس ته تللى، نن يې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولانډ او د پاريس له ښاروال سره يوځاى د باتکلان د کنسرټ په تالار کې د ګلو ګېډۍ کښېښوده.

په دې صالون کې ١٧ ورځې مخکې د وسله والو او ځان وژونکو بريدګرو له خوا ٩٠ کسان ووژل شول.

په هغه ورځ د پاريس پر څو نورو سيمو هم بريدونه وشول چې ټولټال په کې ١٣٠ کسان ووژل شول، تر هغو حملو وروسته په فرانسه کې اضطراري حالت اعلان شو.

تر دې مخکې د کاناډا صدراعظم جستن ترادو له خپل فرانسوي سيال مانويل والز سره يوځاى د کنسرټ هغه صالون ته ورغى.

په پاريس کې د اقليمي بدلون په اړه کنفرانس نن تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې پيلېږي.