ترکیې او اروپايي ټولنې د کډوالو په اړه پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه

ترکیې او اروپايي ټولنې اروپا ته کډوالو د څپې د مخنيوي لپاره پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه.

د دې موافقې له مخې ترکیه د سوريې له کډوالو سره د مرستې لپاره د درې اعشاریه دوه میلیارده یورو مرسته ترلاسه کوي او په مقابل کې به یې خپل سرحدونه ټینګوي او دا کډوال به په خپل قلمرو کې دننه ساتي.

اروپايي ټولنې همدا راز منلې ده چې په دې ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه خبرې به بیا پیلوي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډونالډ ټوسک پرون وویل، دا موافقه د اروپايي ټولنې په ګډو سرحدونو کې د نظم د پر وخت ټینګولو په مقصد یو واضح پلان ټاکي.

ټوسک په بروکسل کې د ترکیې له صدراعظم احمدداود اوغلو سره په ګډ خبري کنفرانس کې همدا راز زیاته کړه چې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب طرح باید چټک پرمختګ وکړي.

داود اوغلو وویل چې د ترکیې غړیتوب به د اروپايي ټولنې لپاره یوه لویه شتمني وي او زیاته یې کړه، په دې سرمشریزه کې چې څلور ساعته وخت یې ونیو هیڅ راز مخالفت ونه لیدل شو.