حضرت عمر زاخیلوال په پاکستان کې د افغان سفیر په توګه ټاکل شوی

د افغان ولسمشر له حکم سره سم حضرت عمر زاخیلوال په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې همدا راز خبر ورکوي چې د دې وزارت د وړاندیز او د ولسمشر له امر سره سم عمر صمد په بلجیم کې او شکریه بارکزۍ په ناروې کې د افغانستان د سفیرانو په توګه ګومارل شوي دي.

په بیان کې همدا راز راغلي چې میرویس نایاب په ترکمنستان کې او سیدمصدق خلیلي په چک جمهوریت کې د افغانستان د سفیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې د افغانستان نوي سفیران به له دې هېوادونو څخه د اعتماد لیکونو له ترلاسه کولو وروسته په کار پیل وکړي.