ولسمشر غني به په پاریس کې د پاکستان او برتانیا له صدراعظمانو سره وګوري

تمه ده چې ولسمشر اشرف غني اروپا ته د شپږ ورځني رسمي سفر په پیل کې نن په پاریس کې د پاکستان او برتانیا له صدراعظمانو سره کتنه وکړي.

د راپورونو له مخې ولسمشر غني د نوازشریف دا غوښتنه چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون د نړېوال کنفرانس په حاشیه کې ورسره وګوري پرون ومنله.

له دې مخکې افغان ولسمشر ټینګار کاوه چې نه غواړي د پاکستان له صدراعظم سره وګوري.

خو د ولسمشر یوه سلاکار پرون ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي غني د پښتونخوا او کوټې د هغو سیاستوالو چې کابل ته تللي وو، غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه او له نواز شریف سره کتنه یې ومنله.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني به نن په پاریس کې د اقلیمي بدلونونو نړېوالې غونډې ته هم وینا وکړي او بیا به له ولسمشر فرانسوااولانډ سره وګوري.

د پلان له مخې افغان ولسمشر به نن ناوخته ایټالیا ته، سبا سه شنبې جرمني ته او په پای کې سویډن ته ولاړ شي.

ویل کيږي چې د سویډن او جرمني له مشرانو سره د افغان ولسمشر د خبرو مهمه برخه به د هغو افغانانو د ستونزې په اړه بحثونه وي چې په دې وروستیو کې دې دوو هېوادونو ته کډه شوي دي.