راپورونه وايي، د سوريې په يوه شمالي ښارګوټي کې د روسيې په هوايي حملو کې لږ تر لږه اتلس ملکيان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې؛ په دغو حملو کې چې نن شوي، اريحا ښارګوټى په نښه شوى دى.
د سيمې همږغې کوونکې کمېټې چې د فعالانو يوه څارونکې ډله ده؛ وايي، توغندي د ياغيانو تر ولکې لاندې د دې ښارګوټي له ګڼه ګوڼې پر ډک بازار لګېدلي دي.
د اريحا ټوډې په نوم په يوه فېسبوک پاڼه کې چې د دې ښارګوټي د پېښو په اړه معلومات خپروي؛ ليکل شوي، دغه حملې د روسيې د پوځي جټ الوتکو له خوا شوي دي.
د تلفاتو د شمېر په اړه ضد و نقيض معلومات ورکړل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى وايي؛ اتلس کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي؛ خو اريحا ټوډې پاڼه بيا د وژل شويو کسانو شمېر څلوېښت تنه ښيي او وايي ٧٠ تنه نور ټپيان شوي دي.