په افغانستان کې د ښخ شوو ماینونو په اړه څیړنه:
افغانستان تر اوسه په نړۍ کې د ښخ شویو ماینونو ډیره قرباني ورکوي، دا د هغې څیړنې نتیجه ګیري ده چې په دې وروستیو کې په نړۍ کې د ماینونو د تولید او د استعمال د مخنیوي یوې نړېوالې موسسې ترسره کړې ده.
پر ماینونو د بندیز لګولو نړېوال کمپاین په خپله څیړنه کې وایي چې تیرکال د هغه پرمختګ مخه ډب شوې چې د ماینونو له امله د تلفاتو په شمېر کې کموالی راغلی و او د هغو هېوادونو شمېرهم لسو ته زیات شوی چې په کې د دولتونو مخالفې وسله والې ډلې له ماینونو کار اخلي.
په دغه څیړنه کې ویل شوي چې د روان ۲۰۱۵میلادي کال تر اکتوبره په تیرو دولسو میاشتو کې په هغو هېوادونو کې بیا هم دغه وژونکې وسیلې کارول شوي چې مخکې یې د چاودیدو له امله د تلفاتو شمیر زیات شوی و.
د کولمبیا، لیبیا، مینمار، پاکستان، سوریې او یمن ترڅنګ افغانستان هم په دې کتارکې راغلی دی.
د دغې څیړنې اډیټر جیف ابرامسونJeff Abramsonوویل، که څه هم نړۍ په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی خو تېرکال د دغو هڅو مخ ډب شوې په تیره بیا نوې ډلې پیدا شوې چې له ماینونو کار اخلي او ورسره تلفات هم زیات شوې دي.
د دغې څیړنې له مخې تیرکال د هغو کسانو شمېر چې د ماینونو د چاودیدو له امله مړه یا ټپیان شوي، ۳۶۷۸ ته رسیږي، یعنې په ورځ کې ۱۰ تنه د ماینونو ښکار کیږي حال دا چې په ۲۰۱۳ کال دغه شمېر۳۳۰۸ تنه و.
پر ماینونو د بندیز لګولو نړېوال کمپاین وایي، د راپورونو له مخې تیر کال په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۰۰ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې چې ډیره برخه یې هم په افغانستان، کمبودیا او کرویشیا پورې اړه لري.
د یادونې وړده چې د ۱۹۹۹ کال د اوتاوا کنوانسیون د پرسونل ضد ماینونو، پر تولید، زیرمه کولو او استعمال بندیز لګوي، که څه هم ډیرو هېوادونو دغه کنوانیسیون تصویب کړی خو د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین او هند یې تر اوسه ملاتړ نه دی کړی.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې، بریتانوي ځواکونو د افغانستان او عراق له جګړو وروسته اعتبار له لاسه ورکړی، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې د کارګر ګوند د یوه مشر پر وروستیو څرګندونو تمرکز کړی دی.
ګارډین د کین لیوینګسټن Ken Livingstone چې د کارګر ګوند له خوا د پوځي پالیسۍ د ځیړنې یو مشر دی، هغه څرګندونې را اخیستي چې په وروستیو کې یې په سوریه کې د بریتانیا د پوځي مداخلې په اړه په یوه غونډه کې کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې يواځې د بمونو غورځول به موثر نه وي چې که ځمکني ځواکونه یې ملګرتیا ونه کړي.
ګارډین وړاندې د لیوینګستن دا خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي، بمونه به هغوی ته ماته ورنکړي، دا هم د ده په وینا ښایي رښتیا وي چې موږ نه شو کولای بریتانوي ځواکونه هلته ځای پرځای کړو ځکه دغو ځواکونو د افغانستان او عراق له جګړو وروسته خپل اعتبار بایللی دی. خو نوموړی وایي نورو هېوادونو ته باید مخ واړو.
د بیلګې په توګه چین ته چې د ده په وینا کولای شي په دغه جګړه کې ونډه واخلي ځکه دا هېواد میلیوني پوځ لري او ورته به یو فرصت وي چې په نړېوال ډګر کې راڅرګند شي.
د کار ګرګوند دغه مشر ویلي، دا یو ساده واقعیت دی که غواړي دغه بیرونکي تروریزم ته ماتې ورکړئ نو باید ځمکني ځواکونه ځای پرځای کړئ کنه دا به یوه ستونزه وي چې تر لسیزو به دوام وکړي.