د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو ژمنه کړې چې د کرد سياستوال طاهر ايلچي قاتلان به عدالت ته کشوي.
دغه وتلى وکيل او د بشري حقونو فعال پرون په "دياربکر" ښارګوټي کې د بريدکوونکو په ډزو ووژل شو.
چارواکو ويلي چې نامعلومو وسلوالو په دې ښار کې د پوليسو پر افسرانو بريد وکړ او د نښتې په بهير کې طاهر ايلچي او دوه پوليس ووژل شول.
خو د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو وويل؛ څرګنده نه ده چې ايچلي ترور شوى که د ډزو په تبادله کې وژل شوى دى.
دا پېښه د ترکيې په څو ښارونو کې د اعتراضونو سبب شوه؛ په هغه ولسوالۍ کې چې ايلچي وژل شوى؛ ګرځبنديز اعلان شوى دى.
په اسټانبول کې پوليسو پرون د شا و خوا دوه زره اعتراض کوونکو د خپرولو لپاره له اوبو او اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار واخيست.
کله چې څه موده مخکې طاهر ايلچي په يوه ژوندۍ خپرونه کې وويل چې د کردانو کارګر ګوند (PKK) تروريستي سازمان نه دى؛ دى د دې ممنوعه ګوند د ملاتړ په تور د بند له سزا سره مخامخ و.