قاسمیار: پاکستان د افغانستان سولې په اړه بیا هڅې ګړندۍ کړي دي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، پاکستان د افغان حکومت او طالب وسله والو تر منځ د سولې د خبرو اترو د بیا پیل هڅې ګړندۍ کړي دي.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل، هیله ده چې دغه خبرې ښه پایله ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو د سیاسي څېرو یو ۱۰ کسیز پلاوی په کابل کې د سولې د پروسې او د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.