اشرف غني: مخالفین هغه شخصیتونه په نښه کوي چې د دوی پر ضد یې خپل غږ پورته کړی

د افغانستان جمهور رییس وايي، وسله وال مخالفین هغه شخصیتونه په نښه کوي چې د دوی پر ضد یې خپل غږ پورته کړی دی.

محمد اشرف غني دا خبره تېره شپه د سیاسي کارپوه احمد سعیدي د پوښتنې پر مهال وکړه چې په امنیت روغتون کې بستري دی.
ښاغلي غني د یاد روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د سعیدي د ښې درملنې لپاره هڅې چټکې کړي.
احمد سعیدي یو پخوانی افغان ډیپلوماټ او سیاسي کارپوه دی چې تېره سه شنبه په کابل ښار کې د وسله والو له خوا پرې ډزې وشوې او ټپي شو.