اسراییل د متحده عربي اماراتو په مرکز ابوظبي کې دفتر پرانیزي

اسراییلي ډیپلوماټان وایي، اسراییل پلان لري چې په ابوظبي کې یو دفتر پرانیزي.

دا به په متحد عربي اماراتو کې د اسراییل لومړی دفتر وي چې پر هغې انرژۍ به تمرکز کوي چې د بیا ګټې اخیستنې جوګه وي.

د اسراییل د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فرانس پریس اژانس ته وویل، دا دفتر به (د بیا استفادې وړ انرژۍ) د نړېوالې موسیسې ترڅارنې لاندې کار کوي او اسراییل هم د دې موسسې غړی دی.

یوې اسراییلۍ ورځپاڼې خبر ورکړ چې په ابوظبي کې به دا دفتر په څو اونیو کې پرانیستل شي.

اسراییل د منځني ختیځ له اکثرو هېوادونو سره د متحد عربي اماراتو په ګډون د فلسطین او اسراییل د لانجې له امله ډیپلوماټیکي اړیکي نه لري.