نړېوالو رسنیو کندز ولایت د ولسمشر غني د سفر پر مهال د طالبانو د راکټي حملو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا "ټنکس ګېونګ) د شکرانې د ورځې د نمانځلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز د افغانستان په اړه په یوې مقاله کې لیکلي: طالبانو حتې کندز ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال هم پر دغه ولایت کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.
نیویارک ټایمز لیکي، له کندز څخه د افغان ولسمشر د یو ورځني سفر پر مهال طالبانو پر دې ښار راکټي برید وکړ او یو توغندی د هغه سټډیوم په څه کم نیم کیلومترۍ کې ولګید چې اشرف غني په کې له قومي مشرانو او دولتي چارواکو سره کتنه کوله.
ورځپاڼه وايي، د مرکزي حکومت له ژمنو سره سره بیا هم د کندز خلک ویره لري چې طالبان به بیا پر ښار برید وکړي.
نیویارک ټایمز د کندز د والي د مرستیال له قوله وايي؛ طالبان کولی شي د هغو وسلو، زغره والو موټرو او مهماتو په واسطه چې له کندز څخه يې نیولي؛ ښار بیا تهدید کړي.
د مطلب لیکوال وايي، ولسمشر غني چې په کندز کې د امنیت د ټینګښت په اړه کومې ژمنې وکړې؛ له هغو تعهداتو توپیر نه لري چې افغان مشرانو پخوا کړي دي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، خلک باور نه لري چې د حکومت ژمنه به عملي شي او که څنګه؟
خو ورځپاڼه د کندز د ځینو مقاماتو او یو شمېر اوسېدونکو په حواله وايي چې د ولسمشر په سفر کې دوه ټکي مهم وو.
لومړی دا چې ولسمشر غني یو احساساتي شخص دی؛ خو بیا يې هم د ۴ ساعتونو لپاره د کندز د خلکو ستونزې او پوښتنې په پوره حوصلې سره واورېدل.
دوهمه خبره: کندز ته په سفر کې له ولسمشر سره د هغه د مېرمن ملګرتیا وه چې د مقالې د لیکوال په خبره د کندز د خلکو معنویات يې لوړ کړل.
سټارز اېنډ سټرایپس:
امریکايې سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو له خوا د "ټنکس ګېوینګ" یا شکرانې د ورځې د لمانځلو په اړه مطلب خپور کړی دی.
سټارز اېنډ سټرایپس لیکي: امریکايي سرتېرو له خپلو کورونو لرې په یوه پردي هېواد کې خپل یو ملي ورځ ونمانځله.
ورځپاڼې د دې مراسمو په اړه چې په باګرام اډه کې جوړ شوی و، لیکلي، یو شمېر امریکايي سرتېرو دا ورځ په داسې حال کې ونمانځله چې درې کاله کیږي چې خپلې کورنۍ يې نه دي لیدلي.
سټارز اېنډ سټرایپس د مقالې په پای کې لیکي؛ د شکرانې د ورځې پر مهال د امریکا د کانګرېس یو پلاوی په افغانستان کې و چې د خپل هېواد له سرتېرو سره يې دا مراسم په ګډه ونمانځل.