مسلمیار: له روسي چارواکو څخه مو د ډېرو همکاریو ژمنه ترلاسه کړې

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي چې مسکو ته یې په وروستي سفر کې له روسي چارواکو څخه د ډېرو همکاریو ژمنه ترلاسه کړه.

فضل الهادي مسلمیار چې نن له روسیې کابل ته رسیدلی دی؛ آزادی راډیو ته وویل چې روسي چارواکو ژمنه وکړه چې تر راتلونکو شاوخوا شلو ورځو پورې به د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د لس زره میله کلاشینکوفونو مرسته وکړي.

صفي الله ستانکزي له ښاغلي مسلمیار سره مرکه کړې او په سر کې یې له هغه پوښتنه کړې چې څومره توانیدلی په دغه سفر کې د افغانستان لپاره د روسیې مرستې جلب کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

له فضل الهادي مسلمیار سره مرکه