روسیه له افغان ځواکونو سره د لس زره میله کلاشینکوفونو مرسته کوي

روسیه به تر شاوخوا شلو نورو ورځو پورې له افغان ځواکونو سره د لس زره میله کلاشینکوفونه مرسته وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسملیار وايي چې مسکو ته یې په وروستي سفر کې د روسي چارواکو ژمنه ترلاسه کړه چې دا وسلې به ډېر ژر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي:
"خوشبختانه ووایم چې د روسیې لېوالتیا د پخوا په نسبت له افغانستان سره زیاته وه. لس زره کلاشینکوفونه منظور شوي دي او تمه ده په شلو راتلونکو ورځو کې دا وسلې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي."

ښاغلي مسلمیار وویل چې روسي چارواکو هغه شکونه هم لرې کړل چې ګواکې دا هېواد په خپل سر په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو هڅه کوي.

د مشرانو جرګې رییس وویل چې روسیې ژمنه وکړه؛ څو له افغان حکومت سره به په مستقیمه توګه د هرې مخالفې ډلې په له منځه وړلو کې همکاري کوي.