د امریکا د کولوراډو ښار په یوه کلینیک کې یوه کس په خلکو او پولیسو ډزې کړي

د امریکا په کولوراډو سپرینګ ښار کې پولیس او سیمه ییز چارواکي وایي چې په یوه کلینیک کې وسله واله شخړه د مشکوک کس له نیولو سره پای ته ورسېده.

دغه وسله وال څو ساعته له پولیسو سره ډزې تبادله کړې په دې پېښه کې درې تنه د پولیسو د یوه افسر په ګډون وژل شوي او یو شمېر ټپيان شوي دي.

پولیسو مخکې ویلي وو چې د پنځو پولیسو افسرانو په ګډون لږ ترلږه ۱۱ تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د حمله کوونکي هویت او د ډزو علت تر اوسه نه دی څرګند شوی.