د کابل د اتمې حوزې پورې اړوند سیمه کې انتحاري حمله شوې

نن سهار د کابل د اتمې حوزې په سیمه کې یوه انتحاري حمله وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د تحقیقاتو د څانګې رییس فریدون عبیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړه او ویې ویل چې دا حمله شهرک طلاتي ته نږدې شوې ده.

ده د پېښې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل. خو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې دې حملې څو تنه وژلي او ټپیان کړي دي.

جزیات وروسته وړاندې کیږي.