د کابل کې یوې انتحاري حملې یو تن وژلي او دوه ټيان کړي دي

د کابل ښار د اتمې حوزې په طلايي ښارګوټي سیمه کې نن یوه انتحاري حمله شوې چې په کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل چې دا انتحاري حمله نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د طلايي ښارګوټي په سیمه کې د کابل د انتخاباتو د ساحوي دفتر د رییس "اول الرحمن رودوال" پر موټر شوې ده.
د ښاغلي صدیقي په خبره په دې پېښه کې د ښاغلي رودوال موټر چلوونکی وژل شوی او دوه عام خلک چې یوه ښځه او یو نارینه دي؛ ټپيان شوي دي.

پخواني معلومات:

نن سهار د کابل د اتمې حوزې اړوند سیمه کې یوه انتحاري حمله وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د تحقیقاتو د څانګې رییس فریدون عبیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړه او ویې ویل چې دا حمله شهرک طلایي ته نږدې شوې ده.

ده د پېښې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل. خو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې دې حملې څو تنه وژلي او ټپیان کړي دي.

جزیات وروسته وړاندې کیږي.