په سعودي کې د اعدامونو په اړه د بخښنې د نړېوال سازمان اندېښنې

د بخښنې نړېوال سازمان د سعودي عربستان په رسنیو کې د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې وايي، دا هېواد غواړي پر تروریزم محکوم تر ۵۰ زیات کسان په یوه ورځ اعدام کړي.

پرون د بخښنې د نړېوال سازمان د منځني ختیځ د برخې مشر جیمز لینخ په یو بیان کې وویل:

”په روان کال کې د سعودي عربستان له خوا په اعدامونو کې ویرونکی زیاتوالی چې د دغلته د محاکمو له مرموزو او خپل خوښو پریکړو سره مل دی موږ ته پرته له دې چې د خبرداري تازه نښې جدي وګڼو بل کوم انتخاب نه دی پريښي.“

د عربستان ورځپاڼې وايي، په هغو کسانو چې له اعدام سره مخ دي یو شمېر د القاعده تروریستي شبکې سره د اړیکو په تور محکوم شوي خو باور دی چې یو شمېر نور کسان د عوامیه په نوم د شیعه میشتې ښارګوټي دي چېرې چې د برابرو حقونو لپاره سعودي چارواکو اعتراضونه وځپل.

د بخښنې نړېوال سازمان وايي، سعودي عربستان له ډیرې مودې راهیسې په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډیر اعدامونه کوي.