د مالي ځانګړو ځواکونو دوه مشکوک کسان د تیرې اوونۍ د هغه برید په تړاو نیولي چې په مرکز باماکو کې پر یو عصري هوټل وشول او ۲۰ کسان په کې ووژل شول.
راپورونه وايي، له دواړو مشکوکو کسانو څخه پوښتنې ګرویږنې روانې دي.
د نیول شویو کسانو هویت او دا چې په دې برید کې یې څه رول درلود نه دی په ډاګه شوی.
امنیتي سرچینو ویلي، مشکوک کسان د یو برید کوونکي په موبایل ټیلفون کې د معلوماتو پر بنسټ نیول شوي دي.
د نوومبر په ۲۰مه نېټه په دې محاصرې کې چې اووه ساعته یې دوام وکړ، برید کوونکو ۱۷۰ میلمانه او د هوټل کارکوونکي یرغمل کړي وو.
هغه مهال چې د مالي امنیتي مامورینو او نړېوالو ځواکونو پر هوټل یرغل ور وړ؛ دوه برید کوونکي ووژل شول.
د القاعده د یو پخواني قومندان په مشرۍ د یوې ډلې سربیره دوو سخت دریځو ډلو د دې بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی.
فرانسې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې وروسته له هغې مالي ته ځواکونه واستول چې اسلامپالو سخت دریځو د دې هېواد نیمايي شمالي برخه ونیوله او مرکزي حکومت یې له ګواښ سره مخ کړ.