په بروکسل کې پرون پنجشنبې د امنیتي تدابیرو د شدت اندازه کمه شوه.
د بلجیم حکومت امنیتي احضارات له څلور درجو دریو درجو ته را ټيټ کړل.
بروکسل یوه اوونۍ تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې و، ښوونځي، پوهنتونونه، بازارونه او د ښار د مېټرو سیسټم تړلی و او امنیتي ځواکونو د لارو او کوڅو امنیت نیولی وو.
د بلجیم حکومت د روانې میاشتې نوومبر په ۲۱ مه په بروکسل کې د جدي ګواښ او پاریس ته د ورته حملو د امکان خبرداری ورکړ.
په پاریس کې د نوومبر په ۱۳مه په وسله والو حملو کې ۱۳۰ تنه ووژل شول.
د دې حملو مسئولیت د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش واخیست او مشکوک کسان له بروکسل سره په ارتباط کې ګڼل شوي و .
یو مشکوک حمله کوونکی، صلاح عبدالسلام چې ډیر وخت په بلجیم کې اوسیدلی، لا هم ورک دی.