روسیه په سوریه کې د داعش پرضد په نړېوال ائتلاف کې همکارۍ ته تیار دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې هېواد یې په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ په نړېوال ائتلاف کې همکارۍ ته تیار دی.

پوتین پرون پنجشنبې د فرانسې له ولسمشر سره تر لیدو وروسته، په کریملن کې خبریالانو ته وویل چې دواړو مسکو او پاریس په سوریه کې د داعش پرضد په مبارزه کې د همکارۍ موافقه کړې ده .

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ هم وویل چې دواړه به پر داعش او نورو افراطي وسله والو حملې جاري وساتي.