په جوزجان کې یوې ۲۵ کلنې مېرمنې خپل ځان زیندۍ کړی

په جوزجان کې یوې ۲۵ کلنې مېرمنې خپل ځان زیندۍ کړی او وژل شوې ده.

د جوزجان والي ویاند رضا غفوري نن ازادي راډیو ته وویل چې یاده پېښه د دغه ولایت په منګجګ ولسوالۍ کې د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.

هغه وویل چې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي دي.

د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې په روان لمریز کال کې۱۴ ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.